معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان زعفرانو د نړۍ په کچه لومړی مقام خپل کړ

د افغانستان زعفرانو د نړۍ په کچه لومړی مقام خپل کړ

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۶سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې د افغانستان زعفرانو د نهم ځل لپاره د بلجیم د ذایقې له نړیوال انسټیټوټ څخه د خوند په برخه کې لومړی مقام ترلاسه کړ.

د خبر پر بنسټ، په یاد انسټیټوټ کې د افغانستان په استازیتوب د هراتي زعفران شرکت له زعفرانو څخه لابراتواري ازموینه اخیستل شوې ده.

د بلجیم د ذایقې نړیوال انسټیټوټ کې هر کال د ټولو هېوادونو زعفران ارزول کیږي، چې سږ کال یو ځل بیا د افغانستان زعفران تر ټولو غوره بلل شوي دي.

زعفران د افغانستان له ارزښتناکو صنعتي بوټو څخه دی، چې د کرنې وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو ریاست د اطلاعاتو له مخې په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد د ۲۶ ولایتونو ۸ زره ۳۰۴ هکتاره ځمکه د زعفرانو تر کښت لاندې وه، چې له دغو کروندو څخه ۲۳.۲۴۹ مټریک ټنه زعفران راټول شوي دي.

د مسوولینو په وینا له دې ډلې ۲۲.۲۴۰ مټریک ټنه زعفران له هرات ولایت څخه راټول شوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس