د افغانستان زعفرانو د نړۍ په کچه لومړی مقام خپل کړ

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۶سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو ویلی، چې د افغانستان زعفرانو د نهم ځل لپاره د بلجیم د ذایقې له نړیوال انسټیټوټ څخه د خوند په برخه کې لومړی مقام ترلاسه کړ.

د خبر پر بنسټ، په یاد انسټیټوټ کې د افغانستان په استازیتوب د هراتی زعفران شرکت له زعفرانو څخه لابراتواری ازموینه اخیستل شوې ده.

د بلجیم د ذایقې نړیوال انسټیټوټ کې هر کال د ټولو هېوادونو زعفران ارزول کیږی، چې سږ کال یو ځل بیا د افغانستان زعفران تر ټولو غوره بلل شوی دی.

زعفران د افغانستان له ارزښتناکو صنعتی بوټو څخه دی، چې د کرنې وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو ریاست د اطلاعاتو له مخې په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد د ۲۶ ولایتونو ۸ زره ۳۰۴ هکتاره ځمکه د زعفرانو تر کښت لاندې وه، چې له دغو کروندو څخه ۲۳.۲۴۹ مټریک ټنه زعفران راټول شوی دی.

د مسوولینو په وینا له دې ډلې ۲۲.۲۴۰ مټریک ټنه زعفران له هرات ولایت څخه راټول شوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.