کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې لپاره د خېبر پښتونخوا همغږی کوونکي رسنیو ته ویلي، چې افغانستان د پاکستان له لوري د ټرانزېټ تجارت په برخه کې د یو لړ بندیزونو له امله خپله ۷۰ سلنه سوداګري د ایران هېواد چابهار او عباس بندر ته انتقال کړی دی.
د ده په خبره له دې چارې سره په پاکستان کې نږدې ۲۰ زره کورنۍ بې روزګاره شوې دي.
ضیاالحق سرحدي زیاته کړې، چې څه موده وړاندې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم دوه اعشاریه پنځه ميلیادره ډالر وو، خو اوس دا تجارت یو میلیارد ډالرو ته راټیټ شوی دی.
پاکستان په دې وروستیو کې افغان سوداګرو ته د ستونزو زېږولو له امله تر نیوکې لاندې دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/