کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې لپاره د خېبر پښتونخوا همغږی کوونکی رسنیو ته ویلی، چې افغانستان د پاکستان له لوری د ټرانزېټ تجارت په برخه کې د یو لړ بندیزونو له امله خپله ۷۰ سلنه سوداګری د ایران هېواد چابهار او عباس بندر ته انتقال کړی دی.
د ده په خبره له دې چارې سره په پاکستان کې نږدې ۲۰ زره کورنۍ بې روزګاره شوې دی.
ضیاالحق سرحدی زیاته کړې، چې څه موده وړاندې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم دوه اعشاریه پنځه میلیادره ډالر وو، خو اوس دا تجارت یو میلیارد ډالرو ته راټیټ شوی دی.
پاکستان په دې وروستیو کې افغان سوداګرو ته د ستونزو زېږولو له امله تر نیوکې لاندې دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ