کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۸ نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوی غړی خان جان الکوزی ویلی، افغانستان ته له ورغلی چینایی پلاوی څخه غوښتنه شوې، چې چین ته د افغان سوداګرو د ویزې ستونزه دې ژر تر ژره هواره کړی.
سوداګرۍ او صنعت وزارت ویلی، د دې وزارت مرستیال تیره ورځ په کابل کې د چینایی پانګوالو له یوه دولتی پلاوی سره لیدلی دی.
یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه پلاوی افغانستان کې په یو شمېر سکتورونو کې له پانګونې سره لېوالتیا هم ښودلې ده.
د الکوزی په خبره چینایانو تر ډېره بریده افغانستان کې د کانونو برخه کې له پانګونې سره لېوالتیا ښودلې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ