کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۸ نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویلی، چې د لومړی ځل لپاره د هېواد صادرات دوه میلیارده ډالرو ته رسېدلی دی.
د دوی په خبره دغه کچه د ۱۴۰۰ ام لمریز کال په پرتله ۱۳۵ سلنه او د ۱۳۹۹ ام لمریز کال په پرتله ۱۶۶ سلنه زیاتوالی ښیی.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، د ۹۲۵ میلیونه ۴۹۳ زره ۶۲۹ ډالرو په ارزښت د ډبرو سکاره، پنبه، وریجې، آنار، ممیز، اِنځر، انګور، انجه، جلغوزی او پیاز پاکستان، هند، ازبکستان، تاجکستان، چین، ایران، عراق، ترکیې، قزاقستان او عربی متحده اماراتو ته صادر شوی دی.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان صادرات تر دوه ملیارده ډالرو پورې رسیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ