کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان فوټسال ملی لوبډله د کانټننټل جام سیالیو په پایلوبه کې سبا له کوربه تایلنډۍ لوبډلې سره مخامخ کیږی.
د خبر پر بنسټ که افغان لوبډله په دې سیالۍ کې بریا خپله کړی، نو د جام اتله لوبډله به ونومول شی.
افغان لوبډلې د چهارشنبې په ورځ د دې سیالیو په لړ کې د نیوزیلنډ لوبډلې ته پنځه د یوه پر وړاندې ماته ورکړه، د سې شنبې په ورځ یې له کوېټ څخه ماتې وخوړه، خو تر هغه وړاندې یې د ګواتمالا لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
له دې سیالیو څخه موخه د فوټسال راتلونکی نړیوال جام ته چمتووالی دی، چې د روانې سپټمبر په ۱۴مه نېټه به د ازبکستان په کوربتوب پیل شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ