د افغانستان فوټسال ملی لوبډله نن له ایرانۍ لوبډلې سره لوبیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۳۰مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د فوټسال ملی لوبډله به نن د آسیا ملتونو جام سیالیو په لړ کې خپله لومړنۍ لوبه له ایران سره ترسره کړی.

دغه سیالۍ په ټایلنډ کې چې د دغه جام کوربه هېواد دی، ترسره کیږی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلی چې په دې جام کې به ایرانی مجید مرتضی ابرودی د افغانستان د فوټسال ملی لوبډلې د مشر روزونکی دنده مخته وړی.

افغانستان په D ګروپ کې له ایران، کوېټ او بحرین سره یوځای دی، چې نن ماسپښین یوه نیمه بجه به خپله لومړۍ لوبه له ایرانۍ لوبډلې سره ترسره کړی.

د افغانستان دوهمه لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ له کویټ سره ده.

که افغانستان وکولای شی دوه لوبې وګټی، د دې جام بل پړاو ته به لار ومومی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.