کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت ویاند ویلی، چې د هېواد له هوایی حریم څخه د الوتنو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.
د نوموړی په وینا اوسمهال ۲۴ ساعتونو کې تر ۳۵۰ عبوری الوتنې د افغانستان له هوایی حریمه ترسره کیږی، چې دا د هېواد له هوایی حریم څخه د عبوری الوتنو په شمېر کې په کافی اندازه زیاتوالی ښیی.
د دوی په خبره د دغه الوتنو شمېر له تېرو شپږو ورځو راپدېخوا زیات شوی دی.
د ایران او اسراییلو روان کړکېچ له امله د افغانستان فضا د بدیلې لارې په توګه کارول کیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ