د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره معلولو افغان مېرمنو سره پر مرستو ټینګار کوی:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۱۴):
د افغانستان لپاره د امریکا د شارژدافیره میرمن کرن ډیکر په یو ه ټویټ کې ویلی، چې د انټرنیټ له لارې یې افغانستان کې له ځینو معلولو مېرمنو سره خبرې کړې دی. نوموړې زیاته کړې چې افغان معلولې مېرمنې پیاوړې دی او اړتیا ده چې په ځانګړو مرستو کې ورته لومړیتوب ورکړل شی.
میرمن ډیکر زیاته کړې چې په افغانستان کې معلولې مېرمنې اوسمهال له ګڼو ستونزو سره مخ دی. د افغانستان له معلولیت لرونکو مېرمنو سره د امریکا د شارژدافیرې انلاین غونډه د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په مناسبت ترسره شوې ده. تر دې وړاندې ځینو نورو امریکایی چارواکو هم ډاډ ورکړی و چې د افغانستان له معلولیت لرونکو وګړو به یې ملاتړ دوامدار وی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.