کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۶ نېټه):
د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ د خپل پیل شویو سفرونو په ترڅ کې نن پاکستان ته ولاړ شی.
د راپور پر بنسټ، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویلی، چې نوموړی به نن اسلام آباد ته ورسیږی او د شنبې تر ورځې به دغه هېواد کې پاتې وی.
وېسټ بیا ویلی، چې د خپل پیل شوی لس ورځنی سفر په ترڅ کې به پاکستان، متحده عربی امارات، قطر او سعودی عربستان ته ولاړ شی او دغو مهمو شریکانو سره به پر ګډو امنیتی ګټو، د کډوالو پر خوندیتوب او بیا مېشتېدنې، بشری اړتیاو، بشری حقونو او اقتصادی مسایلو باندې خبرې وکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ