د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیال استازی څرګندونې وغندل شوې

کابل ـ ګهیځ نیوز( د جدې اوومه ـ ۱۴۰۱):
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د پخوانی حکومت استازی نصیر احمد فایق د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سیاسی دفتر د مرستیال «مارکس پوتزل» وروستۍ څرګندونې غندلی دی.
پوتزل له یوې جرمنۍ رسنۍ سره په مرکه کې له لویدیځو هېوادو غوښتی ؤ، تر څو د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره خپل سفارتونه په کابل کې پرانیزی.
فایق همدا راز وویل، چې دی هیله‌ من دی چې دا خبرې به د ملګرو ملتو سازمان د رسمی دریځ استازیتوب نه کوی.
د ملګرو ملتو سازمان تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه‌ دی ویلی.
افغانستان کې د جمهوریت تر سقوط وروسته تر اوسه هېڅ هېواد نوی سرپرست حکومت په رسمیت نه‌ دی پېژندلی او د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان دایمی استازی څوکۍ لا هم د جمهوریت د وخت له استازی سره ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.