کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۲):
د افغانستان بانک مسوولین وایی، سبا چهارشنبه به ۱۳ میلیونه امریکایی ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلام کړی.
دغې بانک له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولی خدمتونو له ټولو هغو شرکتونو چې پر شرایطو برابر وی غوښتنه کړې څو په دې داوطلبی کې برخه واخلی.
د افغانستان بانک لیکلی، د داوطلبۍ ګټونکی دې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړی.
هېره دې نه وی چې د افغانستان بانک هره اونۍ ټاکلې اندازه امریکایی ډالر افغانۍ کرنسۍ د ارزښت ساتلو او ثابت پاتې کېدو په موخه لیلام ته وړاندې کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ