معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان ناخالصو کورنیو تولیداتو ۲.۷سلنه وده کړې

د افغانستان ناخالصو کورنیو تولیداتو ۲.۷سلنه وده کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوال بانک ویلي، چې افغانستان په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د منځنۍ کچې اقتصادي وده درلوده، خو مالي محدودیتونو، د سوداګرۍ د توازن نشتوالي او د پانګونې د ظرفیت محدودیت له امله د ودې دغه کچه د هېواد د بنسټیزو اقتصادي ستونزو په حل کې ډېره مرسته نه‌ ده کړې.

د نړیوال بانک دغه راپور کې راغلي چې د افغانستان اقتصاد د منځنۍ ودې سره – سره بیا هم له جدي ننګونو سره مخ دی او په دغو ننګونو کې مالي خنډونه، د سوداګرۍ ناانډولي او د پانګونې برخه کې د محدود ظرفیت ننګونې شاملې دي.

د نړیوال بانک د راپور پر اساس، د افغانستان ناخالصو کورنیو تولیداتو ۲.۷سلنه وده کړې، خو دغه وده یوازې د تېر اقتصادي زیان ۱۰ سلنه جبران کوي.

د دغه بانک د راپور په یوه برخه کې راغلي چې په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د افغانستان صادرات په خپل حال پاتي، خو واردات ډېر شوي چې دغه چاره د سوداګرۍ کسر لاپراخوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس