کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوال بانک ویلی، چې افغانستان په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د منځنۍ کچې اقتصادی وده درلوده، خو مالی محدودیتونو، د سوداګرۍ د توازن نشتوالی او د پانګونې د ظرفیت محدودیت له امله د ودې دغه کچه د هېواد د بنسټیزو اقتصادی ستونزو په حل کې ډېره مرسته نه ده کړې.
د نړیوال بانک دغه راپور کې راغلی چې د افغانستان اقتصاد د منځنۍ ودې سره – سره بیا هم له جدی ننګونو سره مخ دی او په دغو ننګونو کې مالی خنډونه، د سوداګرۍ ناانډولی او د پانګونې برخه کې د محدود ظرفیت ننګونې شاملې دی.
د نړیوال بانک د راپور پر اساس، د افغانستان ناخالصو کورنیو تولیداتو ۲.۷سلنه وده کړې، خو دغه وده یوازې د تېر اقتصادی زیان ۱۰ سلنه جبران کوی.
د دغه بانک د راپور په یوه برخه کې راغلی چې په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د افغانستان صادرات په خپل حال پاتی، خو واردات ډېر شوی چې دغه چاره د سوداګرۍ کسر لاپراخوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ