د افغانستان نا امن کولو لپاره تاجکستانی او پاکستانی وګړی ډېره هڅه کوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۱ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست افغان حکومت دفاع وزیر تېره ورځ د یوې خبری غونډې ته د خبرو پرمهال ویلی، چې د دوی د واکمنۍ له پیل راهیسې افغانستان کې په شویو ټولو بریدونو کې بهرنیان په ځانګړی ډول پاکستانی او تاجکستانی وګړی ښکېل دی.

نوموړی په دې خبری ناسته کې زیاته کړې، چې په مساجدو، خانقاوو دینی عالمانو او ولسی وګړو باندې شویو ټولو بریدونو کې له بهرنیو وګړو په ځانګړی ډول له تاجکستانی وګړو ګټه اخیستل شوې ده.

د ده په خبره دغو بریدونو شنډولو برخه کې یې لسګونه تاجکستانی او پاکستانی اتباع د عملیاتو پرمهال وژلی او لسګونه نور یې ژوندی نیولی دی.

دفاع وزیر له دواړو هېوادونو څخه وغوښتل، چې خپلې ځمکنۍ و هوایی پولې جدی کنټرول کړی.

تر اوسه د پاکستان او تاجکستان حکومتونو په رسمی ډول د افغان حکومت د دغې چارواکی د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دی ویلی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.