کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغان – امریکا د سوداګرۍ خونې رییس په کابل کې د خپل سفر له پای ته رسېدو وروسته په یوه اعلامیه کې ویلی، چې د سرپرست حکومت اقتصادی سیسټم امریکایی پلاوی حېران کړی دی.
په دې اعلامیه کې راغلی چې سرپرست حکومت او خصوصی سکټور د پنځه کلن پراختیایی پروګرام پر اجرایی کېدو کار کوی.
د دې اعلامیې پر بنسټ، سرپرست حکومت پر ځان د متکی اقتصادی موډل په رامنځته کولو سره، له ۱۹۹۰مې لسیزې نه ځینې درسونه اخیستی دی.
بل خوا، سرپرست حکومت افغانستان ته د امریکایی پلاوی سفر مهم بولی او وایی چې له ټولو هېوادونو سره اقتصادی اړیکې غواړی.
دغه پلاوی د سرپرست حکومت له چارواکو سره په کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې ژمنې کړې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ