ګهیځ: نن چهار شنبه (د مرغومی ۱مه) مالیزیا وایی د دې احتمال شته چې ځینې اسلامی هېوادونه د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژنی.
رسنیو د مالیزیا د بهرنیو چارو وزیر له قوله راپورونه ورکړی چې، د غرب له ستراتېژۍ ور ها خوا ځینې اسلامی هېوادونه غواړی د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژنی.
د مالیزیا د بهرنیو چارو د وزیر په خبره دمګړی پر همدې مسئله بحثونه روان دی او ښایی دغه هېوادونه ژر خپل دریځ اعلان کړی.
هغه د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی خو احتمال شته چې په دې ډله کې یو هېواد پخپله مالیزیا وی.
سره له دې چې د افغانستان نوی حکومت په وار وار له نړیوالو د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده، خو تر دا مهاله هېڅ کوم هېواد دې ته نه دی چمتو شوی چې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژنی.
گهیځ