د افغانستان پر کانونو پانګونې ته د بهرنیو پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۲   نېټه):

د راپورونو له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلی، چې د کانونو په برخه کې پانګونې ته د بهرنیو پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.

د کانونو وزارت ویاند ویلی، د سرپرست حکومت له بیا واکمنۍ راهیسې ترکمنستان، ایران، ترکیې، چین، برېټانیا او قطر د سرو زرو، سرب، جست او اوسپنې په کانونو کې اووه میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.

له دې سره سم د کانونو او صنایعو خونه بیا په بېلابېلو برخو کې د بهرنیو پانګوالو لېوالتیا مهمه بولی او د هغوی لپاره د اسانتیاوو په برابرولو ټینګار کوی.

د سرپرست حکومت لوړ پوړو چارواکو په کورنیو او بهرنیو پانګوالو غږ کړی، چې په افغانستان کې پانګونه وکړی.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.