د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د افغانستان په تړاو د اسلام آباد په سیاست کې دوه مهمې پېښې او بدلونونه را منځ ته شول، یوې خواته د افغانستان لپاره د اسلام آباد ځانګړی استازی “آصف درانی” تر یوی مودې خدمت وروسته، په ناڅاپه بڼه له خپلې دندې ګوښه کړای شو، که څه هم د ده د ګوښه کېدو په تړاو د اسلام آباد په رسمی اعلامیه کې د دې کار لاملونه ندی په ګوته شوی، خو آزاد څېړونکی پدې باور دی چې ښایی د ښاغلی درانی د ماموریت په دوره کې د پاکستان حکومت او “سټبلشمنټ” هغه هیلی او توقعات نه وی پوره شوی چې د یوه ځانګړی استازی په توګه یې له هغه څخه درلودل.
بل اړخ ته بیا د دغه هېواد په اوسنی حکومت کې د سرحد ایالت لومړی وزیر “امین ګنډاپور” په یوه غونډه کې ویلی دی د خپل ایالت په استازولۍ غواړی افغانستان ته پلاوی واستوی او پدې توګه ځینی مسایل له افغان حکومت سره د خبرو اترو له لارې حل کړی.
د افغانستان په تړاو د اسلام آباد حکومت د دغه دوه دریځونو او پېښو څخه په ډاګه څرګندیږی چې هغوی نه یوازې دا چې د افغانستان په تړاو واضح او څرګند سیاست او تګلاره نه لری، بلکې د خپلو ملکی مسایلو په تړاو هم له ګډوډۍ او بې اتفاقۍ سره مخ دی چې دا د یوه حکومت او یوه نظام لپاره تر ټولو لویه ستونزه ګڼل کېږی او مخصوصاً د بهرنی سیاست په تړاو د یوه حکومت د دوه رنګی او بې اتفاقی، په نړیواله کچه د هغه هېواد د ناکامۍ او دوه زړی توب ښکاروندی ګڼل کېږی چې د هغه هېواد حیثیت په نړیوالو مراجعو کې له خاورو سره خاورې کوی.
دا یوازې د افغانستان په تړاو هم نده چې د اسلام آباد د سیاستمدارانو بې اتفاقی او د سیاستونو نه روڼوالی په ډاګه کېږی، د سیمی او نړۍ د اکثره مسایلو په تړاو او له اوږدې مودې راپدېخواه اسلام آباد چارواکی یوه خوله ندی او د اسلام آباد او دغه هېواد د ایالتی حکومتونو تر منځ واضح اختلاف او بېل والی په ډاګه کېږی.
بل اړخ ته پېښې او حالات دا هم په ډاګه کوی چې د اسلام آباد په خام تار تړلی د پاکستان څلور واړه ایالتونه اوس هغه همغږی او سمبولیک اتحاد هم نه سره لری چې تر څه مودې پخوا یې درلود، ځکه د ټولو داخلی کړکیچونو سره سره تر څه مودې وړاندې داسې اټکل نه کیده چې دا هېواد به د تجزیې او ټوټه کېدو له جدی ګواښ سره مخ وی، خو د دې هېواد وروستۍ پېښې او هلته ورځ تر بلې زیاتېدونکې نا امنی اوس له ورایه ښکاروی چې که د اسلام آباد او سټبلشمنټ اوسنی د ټکر او فشار سیاستونه همداسې دوام وکړی، لیری نده چې د بنګلدېش د بېلېدو په څېر دلته د تجزیې او بیلتون یوه بله پېښه هم را منځ ته شی چې دا به بیا په طبیعی بڼه له ځان سره نور بحرانونه هم وزېږوی او پایلې به یې هم په طبیعی توګه، نه اسلام آباد او نه د سیمې او ګاونډ نورو هېوادو ته خوندورې وی.
د افغانستان په تړاو د اسلام آباد سیاستونه هېڅ کله په اصولی او د نړیوالو منل شویو او تعریف شویو اړیکو پر بنسټ نه وې ولاړې او همدا لامل دی چې که په کابل کې هر ډول او د هر چا حکومت راغلی اسلام آباد ورسره دښمنی پاللې او که کابل څومره هم هڅه کړې ترڅو له دوی سره د ګاونډی توب او اسلامی ورورګلوۍ د اصولو له مخې وړاندې ولاړ شی، خو د اسلام آباد واکمنو او د پردې شاه ته د دغه هېواد پر هر تورو او سپینو حاکمو پوځی استخباراتو ورته د شک په سترګه کتلی او برعکس دلته یې د مرکزی حکومت د تخریب او ورته د ستونزو جوړولو هڅه کړې ده.
اوس که یوازې دغه دوه پېښو ته پاملرنه وکړو، د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړی استازی ښاغلی درانی ظاهراً لدې امله له دندې ګوښه کېږی چې ویې نشوای کړای د افغانستان د اوسنی حکومت او اسلام آباد تر منځ د تفاهم او یا پر افغان واکمنو د اسلام آباد فشارونه و منی او د دوی د هیلو او توقعاتو خلاف افغان حکومت ځان ته ځانګړی بهرنی سیاست خپل کړی او له هېوادو سره په خپله خوښه تعامل او چلند کوی، بل خوا پداسې حال کې چې اسلام آباد او چارواکی یې پر خپل ځای ناست دی، یو ایالتی مشر را پاڅېږی او کابل ته د ښو اړیکو او دوه اړخیزو ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو په موخه لاس را غزوی.
دا دواړه پېښې او ورسره تړلی خبرونه او بحثونه ښکاروی چې نور د افغانستان په تړاو د اسلام آباد سیاستونه چې له اوږدې مودې یې له ناکامۍ پرته بله پایله نه درلوده، نور د رسوایۍ او بربنډتوب خواته روان دی او شاید بدې پایلې هم له ځان سره ولری. “والسلام”
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ