معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / د افغانستان په اړه د امنیت شورا تازه راپور او شته اندېښنې!

د افغانستان په اړه د امنیت شورا تازه راپور او شته اندېښنې!

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د اوسني حکومت په اړه په یوه نوي خپاره کړي راپور کې ادعا کړې چې ګواکې د افغانستان اوسنی حکومت د القاعده شبکې سره لا هم نږدې اړیکې لري او د دوی په خبره له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو اړوند د افغان حکومت د ژمنې له امله، القاعده شبکه په افغانستان کې پټ فعالیت کوي.
رښتیا خبره دا ده چې د امنیت شورا دا ډول راپور د حکومت په پرتله عام ولس ډېر په تشویش او اندېښنه کې اچولی او هغه عامو افغانانو چې تر لسیزو جګړې وروسته یې لږ د آرام ساه اخیستې، بیا ځل د راتلونکي له تشویشونو سره مخ شوي. له ډېرو سره دا پوښتنې په ذهن کې را ټوکېدلي دي چې یو ځل بیا دلته د دغه پټ فعالیت څنګه او څه ډول دی؟ چېرته او په کومه بڼه دی؟ په دې اړه نور تفصیل ولې نه دی ورکړل شوی؟ او ګڼې داسې نورې پوښتنې!
پرته له شکه پدې اړه حقیقت ته د رسېدو لپاره کافي پلټنو ته اړتیا ځکه ده، چې خپله د امنیت شورا غړو هم یاد راپور د درېیم لاس خلکو د معلوماتو پر مټ چمتو کړی دی، خو د دې سره د هر افغان په فکر کې دا را ګرځي، چې اخر ولې او تر کومه به دا نړیوال قوتونه په بېلابېلو پلمو افغان ولس تر فشار او فکري شکنجې لاندې ساتل غواړي؟
دوی ولې هڅه کوي، چې پر عقدو لړلیو افکارو، نظریاتو او راپورونو سره د عامو افغانانو فکرونه اخلال او په رواني ډول یې شکنجه کړي؟
دغه جهتونه د دې ډول راپورونو په خپرولو سره غواړي چې د لږ وخت وروسته به بیا ځل خلک د تېر په څېر د ناامنۍ له وېرې له خپل کور نه بهر نشي او بیا له ځانه سمنټي او وسپنیز دېوالونه راتاو کړي. نه یوازې دا، بلکې داخلي بې ځایه کېدل به یو ځل بیا زور واخلي او بهرنیو هېوادونو ته به د افغانانو دکډوالۍ څپه لا نوره ځواکمنه کېږي.
که څه هم د افغانستان اوسني حکومت په خپل وخت دغه راپور باندې غبرګون ښودلی او دا یې له حقیقته لرې بې اساسه بللی دی، خو که وګورو د امنیت شورا په دغه راپور باندې ځکه سترګې پټول ندي پکار، چې نړیوال لا اوس هم د افغانستان د راتلونکي وضعیت په اړه خورا جدي اندېښنې لري.
دا هم جوته ده چې دلته د دې ډول ډلو د نفوذ پراختیا، نه یوازې د افغان حکومت او نړیوالو ټولو په زیان دي، بلکې عام افغان ولس هم له بدبختیو او کړاوونو سره مخ کوي، خو دا هم ده چې د زیان رسولو بڼه او کچه شاید له یو بل څخه توپیر ولري.
دا هم ټولو ته معلومه ده چې خارجيانو تل هڅه کړې، څو د خپل بام واورې په نورو واچوي او پدې هم پوهېږو چې هېواد مو تر پخوا ډېر له جګړه ییز حالته وتلی او په دې باندې سترګې نشي پټېدلای.
دا اوس په سوله ییزه فضا کې د محرم او عاشورا د مراسمو تېرېدل که پرتله کړو، نو له کومې لویې یا وړې امنیتي پېښې د دې مراسمو تېرېدل یوه لاس ته راوړنه ګڼل کېدای شي
همداسې په ورځني ژوند کې د پخوا په پرتله د امنیت له اړخه بدلون راتلل، یو حقیقت دی چې سترګې نشي پرې پټېدای او دا هم حقیقت دی چې نړیوال او په تېره د امنیت شورا لا تر اوسه د افغانستان له حالاتو ډاډه نده، خو د دغه شک له امله د ټول افغان ولس له ژوند سره لوبې کول هم سم کار ندی.
بل لور ته افغان حکومت هم باید دغه راپور د یوه خبر داري په توګه په پام کې ونیسي، باید دا راپور او دې ته ورته نور خپاره شوي اسناد راتلونکي ته د یوه خطر په توګه په دقیق فکر وارزول شي، ځکه دا هېڅ له امکان څخه لرې نه ده چې په راتلونکي کې د همدې راپور عملي بېلګې مونږ ټول په خپلو سترګو ووینو.
تر دې هاخوا د ملګرو ملتو سازمان د امنیت شورا په دغه راپور کې د بحث وړ موضوع له پاکستاني طالبانو سره د هغوی په بریدونو کې د افغان اوسني حکومت لاس لرل ګڼل شوي او دا هغه ادعا ده چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شتون او له پاکستان سره د امریکا د ګرمو اړیکو په وخت کې هم په وار وار تکرار شوې ده او نن هم چې دلته په افغانستان کې د امریکا ضد حاکمیت روان دی، دا ادعا تکرارېږي.
د دې قضیې بلې خوا ته که وګورو، نو افغان حکومت ته د تېرو څو لسیزو جګړو له امله په لکونو کونډې، یتیمان او بې سرپرسته کورنۍ په میراث پاتي دي، پر نشه يي توکو لکونه روږدي ځوانان یې هم بل میراث دی، چې اوس یې د درملنې هڅې پیل شوې دي، دغه راز د کلونو جګړې او اوسني سیاسي بدلون له فقر او لوږې سره مخ شويو هېواد والو بله غمېزه هم را برسېره کړې چې دې ټولو ستونزو ته رسیدنه له افغان حکومت څخه هڅو او زیار تمه لري او افغان حکومت باید ورته پاملرنه وکړي.
خو دې ټولو ستونزو او نا خوالو سره افغان حکومت باید دا هم هېر نه کړي چې خارجیان اوس هم د بېلابېلو لارو په ګټې اخیستنې سره غواړي افغانان تر فشارونو او بندیزونو لاندې وساتي ترڅو دغه بهرني استعمار ګر وکولای شي خپلو موخو او اهدافو ته په ښه توګه ورسېږي.
نن د هر افغان دا هیله ده چې د خپلو هېوادوالو د پاکو ارمانونو د ترسره کېدو له لارې یې باید د هر پردي ناپاکه لاس لنډ وي، چې د لنډون لپاره یې بیا په خپل ځان کې اصلاح راوستنه مهمه او اساسي نقطه ده.
پدې هیله چې راتلونکي کې بیا ځل افغانان د پخوانیو بدبختیو سره مخ نشي او شته کړاوونه یې هم ډېر ژر د ختمېدو پر لور لمحې وشمېري.
په همدې هیله
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس