د افغانستان په اړه د امنیت شورا تازه راپور او شته اندېښنې!

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د اوسنی حکومت په اړه په یوه نوی خپاره کړی راپور کې ادعا کړې چې ګواکې د افغانستان اوسنی حکومت د القاعده شبکې سره لا هم نږدې اړیکې لری او د دوی په خبره له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو اړوند د افغان حکومت د ژمنې له امله، القاعده شبکه په افغانستان کې پټ فعالیت کوی.
رښتیا خبره دا ده چې د امنیت شورا دا ډول راپور د حکومت په پرتله عام ولس ډېر په تشویش او اندېښنه کې اچولی او هغه عامو افغانانو چې تر لسیزو جګړې وروسته یې لږ د آرام ساه اخیستې، بیا ځل د راتلونکی له تشویشونو سره مخ شوی. له ډېرو سره دا پوښتنې په ذهن کې را ټوکېدلی دی چې یو ځل بیا دلته د دغه پټ فعالیت څنګه او څه ډول دی؟ چېرته او په کومه بڼه دی؟ په دې اړه نور تفصیل ولې نه دی ورکړل شوی؟ او ګڼې داسې نورې پوښتنې!
پرته له شکه پدې اړه حقیقت ته د رسېدو لپاره کافی پلټنو ته اړتیا ځکه ده، چې خپله د امنیت شورا غړو هم یاد راپور د درېیم لاس خلکو د معلوماتو پر مټ چمتو کړی دی، خو د دې سره د هر افغان په فکر کې دا را ګرځی، چې اخر ولې او تر کومه به دا نړیوال قوتونه په بېلابېلو پلمو افغان ولس تر فشار او فکری شکنجې لاندې ساتل غواړی؟
دوی ولې هڅه کوی، چې پر عقدو لړلیو افکارو، نظریاتو او راپورونو سره د عامو افغانانو فکرونه اخلال او په روانی ډول یې شکنجه کړی؟
دغه جهتونه د دې ډول راپورونو په خپرولو سره غواړی چې د لږ وخت وروسته به بیا ځل خلک د تېر په څېر د ناامنۍ له وېرې له خپل کور نه بهر نشی او بیا له ځانه سمنټی او وسپنیز دېوالونه راتاو کړی. نه یوازې دا، بلکې داخلی بې ځایه کېدل به یو ځل بیا زور واخلی او بهرنیو هېوادونو ته به د افغانانو دکډوالۍ څپه لا نوره ځواکمنه کېږی.
که څه هم د افغانستان اوسنی حکومت په خپل وخت دغه راپور باندې غبرګون ښودلی او دا یې له حقیقته لرې بې اساسه بللی دی، خو که وګورو د امنیت شورا په دغه راپور باندې ځکه سترګې پټول ندی پکار، چې نړیوال لا اوس هم د افغانستان د راتلونکی وضعیت په اړه خورا جدی اندېښنې لری.
دا هم جوته ده چې دلته د دې ډول ډلو د نفوذ پراختیا، نه یوازې د افغان حکومت او نړیوالو ټولو په زیان دی، بلکې عام افغان ولس هم له بدبختیو او کړاوونو سره مخ کوی، خو دا هم ده چې د زیان رسولو بڼه او کچه شاید له یو بل څخه توپیر ولری.
دا هم ټولو ته معلومه ده چې خارجیانو تل هڅه کړې، څو د خپل بام واورې په نورو واچوی او پدې هم پوهېږو چې هېواد مو تر پخوا ډېر له جګړه ییز حالته وتلی او په دې باندې سترګې نشی پټېدلای.
دا اوس په سوله ییزه فضا کې د محرم او عاشورا د مراسمو تېرېدل که پرتله کړو، نو له کومې لویې یا وړې امنیتی پېښې د دې مراسمو تېرېدل یوه لاس ته راوړنه ګڼل کېدای شی
همداسې په ورځنی ژوند کې د پخوا په پرتله د امنیت له اړخه بدلون راتلل، یو حقیقت دی چې سترګې نشی پرې پټېدای او دا هم حقیقت دی چې نړیوال او په تېره د امنیت شورا لا تر اوسه د افغانستان له حالاتو ډاډه نده، خو د دغه شک له امله د ټول افغان ولس له ژوند سره لوبې کول هم سم کار ندی.
بل لور ته افغان حکومت هم باید دغه راپور د یوه خبر داری په توګه په پام کې ونیسی، باید دا راپور او دې ته ورته نور خپاره شوی اسناد راتلونکی ته د یوه خطر په توګه په دقیق فکر وارزول شی، ځکه دا هېڅ له امکان څخه لرې نه ده چې په راتلونکی کې د همدې راپور عملی بېلګې مونږ ټول په خپلو سترګو ووینو.
تر دې هاخوا د ملګرو ملتو سازمان د امنیت شورا په دغه راپور کې د بحث وړ موضوع له پاکستانی طالبانو سره د هغوی په بریدونو کې د افغان اوسنی حکومت لاس لرل ګڼل شوی او دا هغه ادعا ده چې په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو د شتون او له پاکستان سره د امریکا د ګرمو اړیکو په وخت کې هم په وار وار تکرار شوې ده او نن هم چې دلته په افغانستان کې د امریکا ضد حاکمیت روان دی، دا ادعا تکرارېږی.
د دې قضیې بلې خوا ته که وګورو، نو افغان حکومت ته د تېرو څو لسیزو جګړو له امله په لکونو کونډې، یتیمان او بې سرپرسته کورنۍ په میراث پاتی دی، پر نشه یی توکو لکونه روږدی ځوانان یې هم بل میراث دی، چې اوس یې د درملنې هڅې پیل شوې دی، دغه راز د کلونو جګړې او اوسنی سیاسی بدلون له فقر او لوږې سره مخ شویو هېواد والو بله غمېزه هم را برسېره کړې چې دې ټولو ستونزو ته رسیدنه له افغان حکومت څخه هڅو او زیار تمه لری او افغان حکومت باید ورته پاملرنه وکړی.
خو دې ټولو ستونزو او نا خوالو سره افغان حکومت باید دا هم هېر نه کړی چې خارجیان اوس هم د بېلابېلو لارو په ګټې اخیستنې سره غواړی افغانان تر فشارونو او بندیزونو لاندې وساتی ترڅو دغه بهرنی استعمار ګر وکولای شی خپلو موخو او اهدافو ته په ښه توګه ورسېږی.
نن د هر افغان دا هیله ده چې د خپلو هېوادوالو د پاکو ارمانونو د ترسره کېدو له لارې یې باید د هر پردی ناپاکه لاس لنډ وی، چې د لنډون لپاره یې بیا په خپل ځان کې اصلاح راوستنه مهمه او اساسی نقطه ده.
پدې هیله چې راتلونکی کې بیا ځل افغانان د پخوانیو بدبختیو سره مخ نشی او شته کړاوونه یې هم ډېر ژر د ختمېدو پر لور لمحې وشمېری.
په همدې هیله
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.