د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړېږی

ګهیځ: نن سې شنبه (د سلواغې ۱۹مه) بهرنیو رسنیو ویلی چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو غونډه د چین په پلازمېنه بیجینګ کې جوړه شی او دغه هېواد به یې کوربه توب کوی.
په دې غونډه کې به د افغانستان پر وضعیت او روانو چارو خبرې کېږی. د دې لړۍ مخکینۍ غونډه په اسلام اباد کې جوړه شوې وه.
د افغانستان په تړاو په دې غونډه کې به د روسیې، پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوی. تر اوسه معلومه نه ده چې له افغانستان به هم کوم پلاوی دې غونډې ته وبلل شی کنه، خو په مخکینۍ غونډه کې یې له افغانستان څوک نه وو بلل شوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.