د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه په تهران کې جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ویلی، چې د دغه هېواد په اړه د مسکو فارمټ راتلونکې ناسته په تهران کې څلور ورځې وروسته جوړیږی.

د ایران اېسنا خبری آژانس نن د ضمیر کابلوف له قوله ویلی، چې په دې غونډه کې به د روسیې، چین، پاکستان او ایران استازی ګډون وکړی.

د مسکو فارمټ وروستۍ ناسته د تېر سپټمبر پر ۲۹ د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوه، چې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم په کې برخه درلوده.

په دې غونډه کې د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، ترکمنستان او ازبکستان، سعودی عربستان، قطر، متحده عربی اماراتو او ترکیې ځانګړو استازو او لوړ پوړو چارواکو حضور درلود.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.