د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډه د بندو دروازو ترشا پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۲ نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت له ګډون پرته د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو غونډه د قطر پلازمېنې دوحه کې د بندو دروازو تر شا پیل شوې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونی ګوترېش د دې غونډې مشری کوی، چې په کې د شاوخوا ۲۲ هېوادونو ځانګړو استازو او د دوو نړیوالو سازمانونو استازی ګډون کوی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیال ویانده پاولینا کیوباک په یوې خبری غونډه کې ویلی، چې سرمنشی قطر ته تللی او د یادې غونډې مشری کوی.
ټاکل شوې چې د غونډې په پای کې د یوه خبری کنفرانس له لارې د دې کنفرانس جزیات په ډاګه شی.
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا ربانی کهر د خپل هېواد په استازیتوب چې ورسره په کابل کې د پاکستان سفیر نظامانی هم ملتیا کوی، ګډون کړی.
د غونډې تر پیل مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په دې ناسته کې به له نړیوالو او سیمه‌ ییزو شریکانو سره د اجماع پر جوړولو کار وکړی. بلخوا د سرپرست حکومت ویاند ویلی، د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نړۍ د تعامل غوښتونکی دی او له هېوادونو او همداراز نړیوالو سازمانونو غواړی چې په دغه ډول غونډو کې د افغانستان د سرپرست حکومت استازی ته هم بلنه ورکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.