کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۳مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان مسوولینو ویلی، چې د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه به د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه غونډه جوړه شی.
تر دې وړاندې د یاد سازمان مرستیال روزمیری دیکارلو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د دوحې غونډه کې د ګډون په هدف د سرپرست حکومت استازی ته رسماً بلنه ورکړې وه.
ټاکل شوې چې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو استازی هم ګډون وکړی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشی ویاند سټیفین دوجاریک په یوه خبری کنفرانس کې ویلی، په دې غونډه کې د سرپرست حکومت او د افغانستان د مدنی ټولنې استازو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.
افغان حکومت لا تر دې دمه دغه غونډه کې د ګډون په تراو څه نه دی ویلی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ