معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان په زندانونو کې ۱۲ نیم زره بندیان پراته دي

د افغانستان په زندانونو کې ۱۲ نیم زره بندیان پراته دي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۴ مه نېټه):
که څه هم د تېر نظام په پرځېدو سره هم مهاله له مهمو زندانونو د یو شمېر بندیانو د تېښتې راپورونه خپاره شول، خو اوس بي بي سي د سرپرست افغان حکومت د زندانونو د چارو د مسوول له قوله خبر ورکړی چې د افغانستان په زندانونو کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۲ نیم زره بندیان شتون لري.
د راپور له مخې د دغو زندانیانو ډېره برخه اوسني حکومت د خپلې واکمنۍ په نږدې یو نیم کال کې د جنایي جرمونو، غلاوو، نشه یي توکو د قاچاق، اختطاف او د اوسني نظام پر وړاندې د وسلوال مخالف په جرم بندیان کړي دي.
که څه هم تېر کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په ګډون یو شمېر نهادونو (چې اوس نشته) د زندانونو له چارو څارنه کوله، خو اوس د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې زندانیانو ته درې وخته غذا ورکوي او د کورنیو سره د دوی د اړیکو ټینګولو ترڅنګ په ټول هېواد کې د زندانونو له چارو څارنه کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس