کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۴ مه نېټه):
که څه هم د تېر نظام په پرځېدو سره هم مهاله له مهمو زندانونو د یو شمېر بندیانو د تېښتې راپورونه خپاره شول، خو اوس بی بی سی د سرپرست افغان حکومت د زندانونو د چارو د مسوول له قوله خبر ورکړی چې د افغانستان په زندانونو کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۲ نیم زره بندیان شتون لری.
د راپور له مخې د دغو زندانیانو ډېره برخه اوسنی حکومت د خپلې واکمنۍ په نږدې یو نیم کال کې د جنایی جرمونو، غلاوو، نشه یی توکو د قاچاق، اختطاف او د اوسنی نظام پر وړاندې د وسلوال مخالف په جرم بندیان کړی دی.
که څه هم تېر کې د بشری حقونو خپلواک کمېسیون په ګډون یو شمېر نهادونو (چې اوس نشته) د زندانونو له چارو څارنه کوله، خو اوس د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلی چې زندانیانو ته درې وخته غذا ورکوی او د کورنیو سره د دوی د اړیکو ټینګولو ترڅنګ په ټول هېواد کې د زندانونو له چارو څارنه کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ