معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان په صادراتو کې ۵۲ سلنه زیاتوالی راغلی

د افغانستان په صادراتو کې ۵۲ سلنه زیاتوالی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۸ مه نېټه):
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخوندزاده عبدالسلام جواد ویلي، د تېر کال په نهو میاشتو کې د وړم کال پرتله د افغانستان صادراتو کې ۵۲ سلنه زیاتوالی راغلی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت دغه ویاند زیاته کړې، چې په دغو صادراتو کې د ډبرو سکاره، پنبه، ممیز، آنار، وچ اېنځر، جلغوزه، انګور زیره او نور توکي شامل دي.
نوموړي زیاته کړې، دا توکي تر ډېره پاکستان، هند، ایران، چین، متحده عربي اماراتو او یو شمیر اروپايي او امریکايي هېوادونو ته صادر شوي دي.
افغان صادراتو کې دغه د پرمختګ خبر په داسې مهال خپریږي، چې ډېری افغان سوداګر د پاکستان په ګډون د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو له لوري د بېلابېلو فشارونو او بندیزونو له امله رنځیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس