د افغانستان په صادراتو کې ۵۲ سلنه زیاتوالی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۸ مه نېټه):
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخوندزاده عبدالسلام جواد ویلی، د تېر کال په نهو میاشتو کې د وړم کال پرتله د افغانستان صادراتو کې ۵۲ سلنه زیاتوالی راغلی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت دغه ویاند زیاته کړې، چې په دغو صادراتو کې د ډبرو سکاره، پنبه، ممیز، آنار، وچ اېنځر، جلغوزه، انګور زیره او نور توکی شامل دی.
نوموړی زیاته کړې، دا توکی تر ډېره پاکستان، هند، ایران، چین، متحده عربی اماراتو او یو شمیر اروپایی او امریکایی هېوادونو ته صادر شوی دی.
افغان صادراتو کې دغه د پرمختګ خبر په داسې مهال خپریږی، چې ډېری افغان سوداګر د پاکستان په ګډون د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو له لوری د بېلابېلو فشارونو او بندیزونو له امله رنځیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.