کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۸ مه نېټه):
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې د ترکیې یو وتلی دینی عالم چې د مسلمانو هېوادونو د عالمانو د مشرتابه کمېټې غړی هم دی، په یوه کتنه کې د افغان حکومت پوهنې وزیر ته ویلی، چې له ښوونځیو دې د نجونو منع کولو پرېکړه واخلی.
د مسلمانو عالمانو د ټولنې دغې ترکی غړی ډاکتر محمد غورماز له نوموړی سره کتنه کې ټینګار کړی چې د یوه دینی عالم په توګه د سرپرست افغان حکومت له خوا ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده کړو د نجونو منع کول نه شی منلی.
نږدې ۴۸۰ ورځې کېږی چې افغانستان کې له شپږم ټولګی پورته نجونې له ښوونځیو منع شوی، خو مسوولین بیا ټینګار کوی چې د نجونو لپاره د تعلیمی شرایطو په برابرولو بوخت دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ