ګهیځ: اسلامی امارت د ځنګلونو د وهلو او بهر ته د قاچاق د مخنیوی لپاره ځانګړی ځواک ګماری.
له افغانستان څخه بهر ته، په ځانګړې توګه پاکستان ته د ځنګلونو د قاچاق په اړه د خبرونو له خپرېدو وروسته د افغانستان اسلامی امارت ویلی چې دوی د ځنګلونو د ساتنې لپاره ځانګړې قطعه جوړوی.
کورنیو چارو وزارت د یاد خبر د پخلی تر څنګ ویلی چې دغه وزارت په پلان کې لری چې د ځنګلونو د ښې ساتنې لپاره د (زرغونه قطعې) په چوکاټ کې ځواکونه ځای پر ځای کړی څو وکولی شی د ځنګلونو د غیر قانونی وهنې او قاچاق مخه ونیسی.
د یادونې ده چې واک ته د اسلامی امارت تر رسېدو وروسته له کونړ ولایت څخه پاکستان ته د لرګیو د قاچاق ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو له توند غبرګونونه راوپارول خو اسلامی امارت وویل چې شوې ویډیو اوسنۍ نه ده.
گهیځ