کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ملي لوبډله به یې د ډسمبر له نهمې نېټې د نوي ۲۰۲۵ زېږدیز کال د جنورۍ تر شپږمې نېټې پورې له زمبابوې سره درې لوبلړۍ ترسره کړي.
دغه لوبلړۍ چې د زمبابوې په کوربتوب ترسره کیږي، په کې درې شل اوریزې، درې یو ورځنۍ سيالۍ او دوه ټېسټ لوبې شاملې دي.
کرکټ بورډ لیکلي، د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ به د ډسمبر میاشتې په ۹مه، ۱۱مه او ۱۲مه نېټه ترسره شي.
دغه راز به د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د همدې میاشتې په ۱۵مه، ۱۷مه او ۱۹مه نېټه وشي.
د دې ترڅنګ د ټېسټ سیالیو لومړۍ لوبه به د ډسمبر میاشتې په ۲۶مه پیل او په ۳۰مه نېټه به پای ته ورسیږي او دوهمه ټېسټ سیالي به بیا د جنورۍ میاشتې په دوهمه نېټه پیل او په شپږمه نېټه به پای ته ورسیږي.
هېره دې نه وي، چې افغان لوبډله به تر دغو لوبلړیو وړاندې د راتلونکې نومبر میاشتې په ۶مه نېټه د بنګلدېش پر وړاندې د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ هم ترسره کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/