د افغانستان کرکټ بورډ له زمبابوې سره د لوبو نېټې په ډاګه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې ملی لوبډله به یې د ډسمبر له نهمې نېټې د نوی ۲۰۲۵ زېږدیز کال د جنورۍ تر شپږمې نېټې پورې له زمبابوې سره درې لوبلړۍ ترسره کړی.

دغه لوبلړۍ چې د زمبابوې په کوربتوب ترسره کیږی، په‌ کې درې شل اوریزې، درې یو ورځنۍ سیالۍ او دوه ټېسټ لوبې شاملې دی.

کرکټ بورډ لیکلی، د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ به د ډسمبر میاشتې په ۹مه، ۱۱مه او ۱۲مه نېټه ترسره شی.

دغه‌ راز به د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د همدې میاشتې په ۱۵مه، ۱۷مه او ۱۹مه نېټه وشی.

د دې ترڅنګ د ټېسټ سیالیو لومړۍ لوبه به د ډسمبر میاشتې په ۲۶مه پیل او په ۳۰مه نېټه به پای ته ورسیږی او دوهمه ټېسټ سیالی به بیا د جنورۍ میاشتې په دوهمه نېټه پیل او په شپږمه نېټه به پای ته ورسیږی.

هېره دې نه وی، چې افغان لوبډله به تر دغو لوبلړیو وړاندې د راتلونکې نومبر میاشتې په ۶مه نېټه د بنګلدېش پر وړاندې د عربی متحده اماراتو په شارجه لوبغالی کې د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ هم ترسره کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.