ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غبرګولی ۵مه او د جون میاشتې ۲۶مه نېټه ده) د افغانستان ا.ا یو ځل بیا پر امریکا غږ کړی، چې د دوی میلیاردونه ډالره کنګل شوې پانګه دې ازاده کړی شی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی له رویټرز سره په خبرو کې ویلی چې دوی له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی خو د نړیوالو په تېره د امریکا له لوری پر افغانستان اوسنی فشار د منلو نه دی.
د ده په وینا که امریکا په رښتیا د افغانانو لاسنیوی کوی نو د دوی پانګه دې آزاده کړی او تر څنګ یې دی پر مرکزی بانک اوسنی محدودیتونه پای ته ورسوی.
بلخوا پرون د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی هم پر امریکا غږ وکړ چې د افغانانو پانګه آزاده کړی.
د ده په خبره د امریکا لپاره د ازموی ښت وخت دی او ددې اړتیا ده چې د افغانستان پانګه آزاده شی څو نړیوالې موسسې په ډاډه توګه افغانانو ته خپلې مرستې ولېږدولی شی.
گهیځ