د افغانستان کنګل پانګه؛ د کانګرس ۴۶ غړو یې د ازادېدو غوښتنه کړې

ګهیځ: نن چهار شنبه (د مرغومی ۱مه) راپورونه وایی چې د امریکا د کانګرس نېږدې ۴۶ غړو په یو لیک کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن څخه غوښتی چې په افغانستان کې د وچکالۍ او لوږې مخنیوی لپاره دې د افغانانو کنګل کړې پانګه ازاده کړی.
په دغه لیک کې له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو د وتلو ننګه شوې.
یادو وکیلانو ویلی، د نړیوالې ټولنې له هغې غوښتنې سره همغږی دی چې پر افغانستان د اقتصادی فشارونو له پلی کېدو ډډه وشی او د یاد هېواد د اقتصاد له منځه تلو مخه ونیول شی.
د یادولو وړ ده چې پرون په کابل کې هم سلګونه کسانو د افغانانو د پانګې د ازادېدو په تړاو لاریون وکړ.
هغوی د امریکا له حکومته غوښتل چې پر افغانستان اقتصادی فشارونه ختم او د افغانانو کنګل کړې پانګه ازاده کړې.
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم د لوږې له امله په افغانستان کې د سترې انسانی غمیزې د رامنځته کېدو وړاندوینه کړې وه.
په افغانستان کې تر سیاسی بدلون وروسته امریکا د افغانستان میلیاردونه ډالر پانګه کنګل کړه، چې دې چارې د افغانانو ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.