د افغانستان ۱۹ کلنو ملی لوبډله نن له پاکستان سره سیالی کوی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره ملی لوبډله نن د سهار په ۱۰ بجو د درې اړخیزې لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې له پاکستانۍ لوبډلې سره مخ کیږی.

دا سیالی په داسې حال کې ترسره کیږی، چې د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې پاکستان ته د ۱۰۰ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.

د کرکټ بورډ د مسوولینو په وینا افغان لوبډله هڅه کوی، چې د خپلې بریالۍ لړۍ دوام ورکړی او په دې سیالۍ کې هم د بریا بیرغ پورته کړی.

د دواړو لوبډلو مینوال د دې مهمې لوبې د لیدو لپاره په تمه دی.

یاده درې اړخیزه لوبلړۍ د افغانستان، پاکستان او د کوربه متحده عربی اماراتو لوبډلې ترمنځ روانه ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.