کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانی سرې میاشتې رییس او د قطر فنډ د پرمختیایی پروژو مسول سلطان بن احمد العسیری ترمنځ دوحه کې افغانستان سره پر بشری مرستو، روغتیایی خدماتو، د بې سرپرسته کورنیو پر لاسنیوی او یو شمېر نورو موضوعاتو دوه اړخیزه ناسته شوې ده.
دغه ناسته کې د افغانی سرې میاشتې رییس ویلی، افغانستان د تېرو څلور لسیزو راهیسې جګړو ځپلی چې اوس د مرسته کوونکو بنسټونو لاسنیوی ته اړتیا لری.
نوموړی له مرسته کوونکو بنسټونو هیله کړې، چې د افغانانو لاسنیوی وکړی او د بېوزلو افغانانو ترڅنګ ودیېږی.
د افغانی سرې میاشتې د مشر په وینا له دوی سره په زړه سوری ماشومانو د ثبت شمېره په لوړېدو ده، چې افغانی سره میاشت یې په یوازې ځان د درملنې توان نه لری.
د قطر د فنډ پرمختیایی پروژو مسوول بیا د افغانی سرې میاشتې له فعالیتونو ستاینه کړې او په دغو برخو کې یې افغانی سرې میاشتې ته د لاس ورکولو ډاډ څرګند کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ