کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۴ مه نېټه):
افغانی سرې میاشتې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د دې ټولنې د سرپرست رییس په لاس د ترکیې له زلزله ځپلو خلکو سره د خواخوږۍ او دوستۍ پر بنسټ څلور نیم میلونه افغانۍ نغدی مرسته وشوه.
دوی زیاته کړې، چې دغه مرسته په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګین ته د یو هیت په شتون کې وسپارل شوه.
خبرپاڼې ویلی، د یادې مرستې د سپارلو پر مهال د افغانی سرې میاشتې مشر د ترکیې سفیر ته د نورو هر ډول مرستو او همکارۍ ډاډ ورکړ.
کابل کې د ترکیې سفیر له دغې مرستې د مننې ترڅنګ ژمنه کړې، چې یاده مرسته به تر زلزله ځپلو کورنیو په سالمه توګه ورسوی.
د وروستیو راپورونو له مخې ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۳۰ زرو څخه واوښت.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ