کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزراء مقام له لوری د افغانۍ کارولو، د اسعارو، سرو زرو او قیمتی ډبرو د قاچاق مخنیوی په موخه یو تازه حکم صادر شوی.
د دې حکم له مخې، هېڅوک نشی کولای چې د هوایی ډګرونو له لارې له ۵۰۰۰ ډالرو او د ځمکنیو سرحدونو له لارې له ۵۰۰ ډالرو زیات انتقال کړی.
په دې اړه د سرغړونې په صورت کې به د انتقال شوې اندازې مطابق جزا ورکول کېږی، چې له لسو ورځو تر یو کال بند پورې جزا لری.
همداراز، هغه اسعار او سره زر چې د سرغړونکو څخه نیول کیږی، د ریاست الوزراء تر لزوم دید پورې به د افغانستان بانک ته سپارل کیږی.
د دې حکم په چوکاټ کې د سیمې د نورو هېوادونو د اسعارو راوړل هم منع شوی دی.
ریاست الوزراء ویلی، چې د دې حکم د تطبیق مسوولیت د استخباراتو لوی ریاست، د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ته سپارل شوی دی.
چارواکو د دې حکم تطبیق د افغانیو ارزښت ساتلو او د اقتصادی ثبات د ټینګښت لپاره اړین بللی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ