کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیې په لوړېدو سره یو شمېر هېوادوال اندېښمن شوی.
د دوی په وینا، د ډالرو بیې په لوړېدو سره د خوراکی توکو بیې هم زیاتیږی، چې پر ولس مستقیم اغېز کوی.
د راپورونو له مخې، د تېرو دوو اونیو پرمهال د هر ډالر په بیه کې شاوخوا څلور افغانۍ ډېرښت راغلی.
د افغانستان بانک د وروستیو شمېرو له مخې، دا مهال یو ډالر په ۷۵ افغانۍ او ۶۱ پوله تبادله کیږی.
په همدې حال کې د افغانستان بانک د اسعارو په بیو کې بدلونونه یو عادی بهیر ګڼی او ډاډ ورکوی، چې د هادو نوساناتو د مخنیوی لپاره هڅې روانې دی.
د دې ترڅنګ، افغانستان بانک نن د ۲۰ میلیونه امریکایی ډالرو د لیلام خبر هم ورکړی دی.
د افغانستان بانک په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلی، چې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د ساتلو په موخه نن ۲۰ میلیونه ډالره لیلاموی، څو د اسعارو بیې کنټرول کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ