معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د افغان او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ جګړه پیل شوې

د افغان او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ جګړه پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت ځینو سرچینو ویلي، چې د افغانستان او پاکستان پوله ساتو ځواکونو ترمنځ خوست او پکتیا کې ډیورڼد فرضي کرښې ته څېرمه جګړه پیل شوې.

د دغې سرچینې په خبره، د افغانستان پوله ساتو ځواکونو د خوست علیشېرو ولسوالۍ کې د ډیورڼد پورې غاړې ته د پاکستاني ځواکونو یو شمېر پوستې سوځولې دي.

سرچینې همداراز زیاته کړې، چې افغان ځواکونو د پکتیا ډنډ پټان ولسوالۍ کې هم د پاکستاني ځواکونو دوه پوستې نیولې دي.

دغه جګړه وروسته له هغې پیل شوې، چې د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې د پاکستان تر هوایي بریدونو وروسته د هېواد د ملي دفاع وزارت ګواښ وکړ، چې دغه بریدونه به بې ځوابه پرې نږدي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس