کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت ویاند خبر ورکړی، چې امیرالمؤمنین د غور د والی سربېره د دې ولایت د استیناف، ابتدایه او نظامی محاکمو له رییسانو، د ریاستونو له رییسانو، ولسوالانو او سرتېرو سره کتلی.
د مجاهد په خبره دې کتنه کې د غور ولایت مسوولینو او چارواکو خپلې ستونزې له نوموړی سره شریکې کړی.
په دې لیدنه کې د حکومت امیر د اسلامی نظام د استحکام، د شریعت تنفیذ او د لاسته راوړنو په ساتلو د ټینګار ترڅنګ مسوولینو ته د مشرانو په پوره اطاعت او پرکشرانو د شفقت کولو، له اختلافاتو د ځان ساتلو او ښه خدمت کولو ته هڅولی او لازم هدایات او توصیې یې ورته کړې دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ