معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د افغان حکومت دفاع وزارت سره د خبرو لپاره د پاکستاني عالمانو یو پلاوی افغانستان ته راغی

د افغان حکومت دفاع وزارت سره د خبرو لپاره د پاکستاني عالمانو یو پلاوی افغانستان ته راغی

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۸):
بي بي سي د ځینو پاکستانۍ رسنیو په حواله راپور ورکړی، چې د پاکستاني عالمانو یو پلاوی د افغان حکومت له دفاعي چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته راغلی دی.
ویل شوي چې دغه څلور کسیزه پلاوی به په کابل او کندهار کې د افغان حکومت له دفاعي چارواکو سره پر ډیورنډ فرضي کرښې د وروستیو نښتو په اړه خبرې وکړي.
که څه هم پاکستانۍ رسنیو د دغه سفر اصلي موخه پر ډیورنډ کرښې د وروستیو پېښو په اړه خبرې ښودلي، خو ترڅنګ یې ویل شوي چې لیدنو کې به د پاکستان پر شارژدافیر د برید او په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو هم خبرې کیږي.
بل‌ لور ته د پاکستان لپاره د افغان حکومت شارژدافیر سردار محمد شکیب ویلي، پر ډیورنډ فرضي کرښې د نورو ستونزو مخنیوي لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه ګډه کمېټه جوړه شوې چې دغه کمېټه به د دواړو لورو ترمنځ هر ډول شخړې او نورې ستونزې څېړي.
ټاکل شوې وه چې سپین بولدک کې د دواړو خواوو د پوله ساتو ځواکونو قوماندانان د وضعیت څېړلو لپاره سره کېني، خو د دغو پاکستاني عالمانو د سفر له امله په پوځي کچه یاده ناسته هم ځنډېدلې ده.
هېره دې نه وي چې تر دې وړاندې د پاکستان مرستیاله وزیره حنا رباني کهر هم کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له دفاع وزیر یعقوب مجاهد سره د لیدنې غوښتنه کړې وه، خو هغه مهال مجاهد نوموړې سره له لیدلو انکار کړی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس