کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۸):
بی بی سی د ځینو پاکستانۍ رسنیو په حواله راپور ورکړی، چې د پاکستانی عالمانو یو پلاوی د افغان حکومت له دفاعی چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته راغلی دی.
ویل شوی چې دغه څلور کسیزه پلاوی به په کابل او کندهار کې د افغان حکومت له دفاعی چارواکو سره پر ډیورنډ فرضی کرښې د وروستیو نښتو په اړه خبرې وکړی.
که څه هم پاکستانۍ رسنیو د دغه سفر اصلی موخه پر ډیورنډ کرښې د وروستیو پېښو په اړه خبرې ښودلی، خو ترڅنګ یې ویل شوی چې لیدنو کې به د پاکستان پر شارژدافیر د برید او په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو هم خبرې کیږی.
بل لور ته د پاکستان لپاره د افغان حکومت شارژدافیر سردار محمد شکیب ویلی، پر ډیورنډ فرضی کرښې د نورو ستونزو مخنیوی لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه ګډه کمېټه جوړه شوې چې دغه کمېټه به د دواړو لورو ترمنځ هر ډول شخړې او نورې ستونزې څېړی.
ټاکل شوې وه چې سپین بولدک کې د دواړو خواوو د پوله ساتو ځواکونو قوماندانان د وضعیت څېړلو لپاره سره کېنی، خو د دغو پاکستانی عالمانو د سفر له امله په پوځی کچه یاده ناسته هم ځنډېدلې ده.
هېره دې نه وی چې تر دې وړاندې د پاکستان مرستیاله وزیره حنا ربانی کهر هم کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له دفاع وزیر یعقوب مجاهد سره د لیدنې غوښتنه کړې وه، خو هغه مهال مجاهد نوموړې سره له لیدلو انکار کړی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ