د افغان حکومت د بندیز سربېره د ریچارډ بېنیټ ماموریت د یوه بل کال لپاره غځول کیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشری حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ د ماموریت موده د یوه بل کال لپاره غځول کیږی.

په جینوا کې د افغانستان دایمی استازی نصیر احمد اندېشه په یوه تصویری پیغام کې ویلی، چې ټاکل شوې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی په اړه پرېکړه‌ لیک د دغه سازمان د بشری حقونو شورا ته وړاندې شی.

هغه زیاته کړې چې دا پرېکړه‌ لیک د اروپایی ټولنې او ۴۸ نورو هېوادونو له خوا وړاندیز او په کې د ریچارډ بېنټ د ماموریت ملاتړ شوی دى.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت افغانستان ته د ریچارډ بېنټ پر سفر له دې امله بندیز لګولی، چې د دوی په باور هغه نړۍ ته د افغانستان د وضعیت ناسم تفسیر وړاندې کوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.