کابل/ګهیځ: نن چهار شنبه ( د تلې/میزان ۲۰مه او اکټوبر میاشتې ۱۲مه نېټه ده) افغانستان کې د بشری حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر ریچارډ بېنېټ د سرپرست حکومت له چارواکو سره په دې بوخت دی، چې په دغه هېواد کې دې بشری حقونه خوندی شی.
هغه سې شنبه ناوخته (د تلې ۱۹مه) د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقی سره لیدلی دی.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخی پر خپل ټویټر لیکلی چې ښاغلی متقی دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر ته د بشری حقونو وضعیت د لا ښه کېدو لپاره د هلو ځلو او ژمنیتا ډاډ ورکړی.
ښاغلی متقی ویلی “پر یو بل د انتقادونو پر ځای باید همکاری سره وکړو، حقایق خپاره کړو او کوم پر مختګونه چې شوی، هغو ته وده ورکړو.”
بېنېټ تر دې وړاندې په جلا جلا ډول د عدلیې سرپرست وزیر مولوی عبدالحکیم شرعی او د رییس الوزراء له مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی سره هم لیدلی دی.
مولوی عبدالسلام حنفی او ریچارډ بنت د افغان هندوانو او سیکانو د ملاتړ تر څنګ د نجونو د تعلیم حق، د ښځو د حقونو، بشری حقونو او د رسنیو د فعالیت په اړه خبرې وکړې.
همدا راز د ملګرو ملتونو راپورټر له شرعی سره په لېدنه کې بیا، ښځو ته د کار کولو د اجازې، د بشری حقونو خپلواک کمېسیون په بیا فعالېدو، قوانینو جوړولو او د نړیوالو میثاقونو او معاهدو پر عملی کولو خبرې شوی.
د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون یو له هغو بنسټونو و چې د ا.ا له واکمنېدو وروسته منحل کړای شو او دا لومړی ځل دی، چې د بیا پرانستل کېدو په تړاو یې خبرې شوی.
خو په دې هکله چې د دغه کمیسیون د بېرته فعالولو لپاره یې څه شرایط ایښی، یا پرانستل کېږی که نه؟ جزییات نه دی ورکړل شوی.
گهیځ