معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغان حکومت پلاوي دوحه کې اوسنۍ ناسته د ستونزو د حل ښه فرصت ګڼلی

د افغان حکومت پلاوي دوحه کې اوسنۍ ناسته د ستونزو د حل ښه فرصت ګڼلی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت ویاند او دوحې ناستې د پلاوي مشر د دوحې ناسته یو فرصت بللی او هيله یې ښودلې، چې د ستونزو د حل په اړه دې دا ناسته مثمره وګرځي.

غونډې ته د وینا پرمهال مجاهد له ګډنوالو د پوښتنې په توګه پوښتلي، چې افغانستان د خپلواک نظام په درلودو او د جګړې او ناخوالو له پای وروسته له نړۍ سره مثبت تعامل غواړي، نو په خبره یې چې ولې دې برخه کې له بندیزونو سره مخ کیږي؟

نوموړي زیاته کړې، له نړیوالو بندیزونو سره – سره بیا هم افغان حکومت د کوکنارو کښت، قاچاق او پروسېس، چې نړۍ ترې متاثره وه، صفر ته نږدې کړی، خو ځینو هېوادونو د دې پر ځای چې په دې برخه کې د دوی ملاتړ وکړي، بانکي محدویتونه یې لګولي، د افغانستان ارزي زېرمي یې کنګله کړي او د نه همکارۍ سیاست ته دوام ورکوي.

مجاهد د دوحې ناستې د معنا داره کولو لپاره د وړاندیز په توګه له ګډونوالو غوښتي، چې ټول محدودیتونه، بندیزونه او هغه پرېکړې دې لغوه شي، چې د افغانستان خصوصي سکټور یې متاثره کړی دی.

د افغان مسوولینو په وینا د افغانستان زېرمې له کنګله وېستل او د افغانستان بانک په واک کې ورکول، د نړۍ له بانکو سره د افغانستان بانک تعامل پیلول، د نشه یې توکو د له منځه وړلو وروسته افغان بزګرانو ته بدیل معیشت برابرول او د یادو شویو موضوعاتو لپاره د کاري ډلو جوړول نور هغه موارد دي، چې د دوحې ناستې له استازو سره به پرې خبرې وشي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس