د افغان حکومت پلاوی دوحه کې اوسنۍ ناسته د ستونزو د حل ښه فرصت ګڼلی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت ویاند او دوحې ناستې د پلاوی مشر د دوحې ناسته یو فرصت بللی او هیله یې ښودلې، چې د ستونزو د حل په اړه دې دا ناسته مثمره وګرځی.

غونډې ته د وینا پرمهال مجاهد له ګډنوالو د پوښتنې په توګه پوښتلی، چې افغانستان د خپلواک نظام په درلودو او د جګړې او ناخوالو له پای وروسته له نړۍ سره مثبت تعامل غواړی، نو په خبره یې چې ولې دې برخه کې له بندیزونو سره مخ کیږی؟

نوموړی زیاته کړې، له نړیوالو بندیزونو سره – سره بیا هم افغان حکومت د کوکنارو کښت، قاچاق او پروسېس، چې نړۍ ترې متاثره وه، صفر ته نږدې کړی، خو ځینو هېوادونو د دې پر ځای چې په دې برخه کې د دوی ملاتړ وکړی، بانکی محدویتونه یې لګولی، د افغانستان ارزی زېرمی یې کنګله کړی او د نه همکارۍ سیاست ته دوام ورکوی.

مجاهد د دوحې ناستې د معنا داره کولو لپاره د وړاندیز په توګه له ګډونوالو غوښتی، چې ټول محدودیتونه، بندیزونه او هغه پرېکړې دې لغوه شی، چې د افغانستان خصوصی سکټور یې متاثره کړی دی.

د افغان مسوولینو په وینا د افغانستان زېرمې له کنګله وېستل او د افغانستان بانک په واک کې ورکول، د نړۍ له بانکو سره د افغانستان بانک تعامل پیلول، د نشه یې توکو د له منځه وړلو وروسته افغان بزګرانو ته بدیل معیشت برابرول او د یادو شویو موضوعاتو لپاره د کاری ډلو جوړول نور هغه موارد دی، چې د دوحې ناستې له استازو سره به پرې خبرې وشی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.