کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۳۰ مه نېټه):
اروپایی ټولنې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د زده کوونکو د ملاتړ په موخه ۹،۹ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.
اروپایی ټولنې په یوه بیان کې ویلی، چې د خوړو نړیوال پروګرام ته به دا پیسې ورکړی، څو په ننګرهار، نورستان، غور، فراه او جوزجان ولایتونو کې د ابتدایی ښوونځیو د نږدې دوه میلیونه زده کوونکو ملاتړ وکړی.
د اروپایی ټولنې د بیان له مخې، د دې مرستې پر مټ به د خوړو نړیوال پروګرام نږدې ۹ لکه هلکانو او څه باندې ۸ لکه ۵۰ زره نجونو لپاره د دوو کلونو لپاره یو وخت صحی خواړه چمتؤ کړی.
دوی دغه مرسته په داسې مهال اعلان کړې، چې افغانستان کې د اوسنی حکومت په راتلو سره له اووم ټولګی پورته نجونو پر زده کړو تر امرثانی پورې بندیز لګېدلی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ